IQNA

د قرآن د نړیوالوسیالیوپه باب له ایران سره د پاکستان دپنجاب صوبې د اوقافو دمسئولانومشورې

14:33 - February 19, 2024
د خبر لمبر: 3488744
ایکنا-  د پاکستان په لاهور کې د ایران د کلتوری خونې له چاروالو سره د دغه هیواد د پنجاب صوبې ددیني چارو او اوقافو  دپخوانی وزیر په کتنې کې ،په لاهور کې د ایران د کلتوري خونې په ملګرتیا سره د پنجاب د قرآڼ د نړیوالو سیالیو د ترسره کیدا موضوع په باب د نظر تبادله شوې او دواړو لورو په مختلفو کلتوري حوزو کې د تجروبو د مبادلې او ددواړو ملتونو د ورورولۍ د اړیکو په پراختیا ټينګار وکړ.  

ایکنانیوز د اسلامي ارتباطاتو او کلتور د ادارې د عمومي اړیکو د برخې له قوله راپور راکړ،د پاکستان د پنجاب صوبې د اوقافو اود یني چارو پخواني وزیر سید سعید الحسن شاه په لاهور کې  دایران د اسلامی جمهوریت په کلتوري خونې کې په شتون سره د ایران  له کلتوری آتاشي جعفر روناس سره کتنه او ددواړو هیوادونو ترمینځ ددیني او کلتوري ملګرتیاؤ د لارو چارو په باب  خبرې اترې وکړې.

 د پاکستان د پنجاب صوبې د دیني چارو او اوقافو پخواني وزیر په دغې کتنې کې د اوقافو او دینی چارو له وزارت سره په لاهور کې د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري خونې دملګرتیاؤ قدرونه اوستاینه وکړه.

 په دوام کې  د پاکستان د پنجاب صوبې د اوقافو د ادارې په وسیله د قرآن دنړیوالو سیالیو دترسره کیدا موضوع او په لاهور کې د ایران دکلتوري خونې په ملګرتیا سره ئې دترسره کیدا په باب هم دنظر تبادله وشوه او دواړو لورو د دواړو ملتونو د ورورولۍ د اړیکو په پراختیا او په مختلفو کلتوري حوزو کې د تجروبو پر مبادلې ټينګار وکړ.

ددغې کتنې په پاي کې روناس د یاددښت او د رسم په توګه د پنجاب د اوقافو او دیني چارو پخوانی وزیر ته د ؛محمود رحیمي؛په نامې سره دیوه ایراني هنرمند دخوشنویسئ د یوه پورټریټ هم ډالۍ کړ.

https://iqna.ir/fa/news/4200357

captcha